پوسټ کوډ ۱۷۲۲۳۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۶ سلواغه ۱۳۸۹ ۱۲:۵۱

په تیرو کې ۲۴ ساعتونو کې ۶ تنه مشکوک کسان نیول شوي

د هېواد پوځي چارواکي وايي، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یي شپږ مشکوک کسان نیولي او د دولت د مخالفینو څلور پڼنځایونه یی له منځه وړي دي.

د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې شپږ مشکوک کسان په ننګرهار ولایت کې نیول شوي او د دولت د وسله والو مخالفینو څلور پټن ځایونه یي د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.

خو خپله وسله والو مخالفینو بیا تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement