پوسټ کوډ ۱۷۲۱۳۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۰ مرغومی ۱۳۸۹ ۱۲:۱۱

سعودي عربستان د القا

سعودي عربستان له نړيوالو پوليسو يا انټرپول وغوښتل، چې د هغو ۴۷ القاعده غړو په پيدا كولو كې ورسره مرسته وكړي، چې له دغه هيواده بهر دي او باور كيږي، چې د سعودي پر شاهي نظام د بريد پلان لري.

د سعودي عربستان د كورنيو چارو وزارت وياند جنرال منصور التركي وايي،چې دغه ۴۷ شكمن القاعده له سعودي عربستان نه بهر دي.

نوموړي دا ونه ويل چې دوى به چېرته او په كوم هيواد كې وي.

ياد ۴۷ كسان ټول سعوديان يا د سعودي ښاريز (تبعه)دي.

سعودي عربستان په ځلونو د شكمنو القاعده غړو نوملړ خپور كړى دى.

دغه هيواد له يادې ډلې سره په ځلونو جګړه كړې، چې له ۲۰۰۳ كال رايسې يې پكې ځو ځلې بريدونه وكړل.

د نيويارك ټايمز د راپور له مخې د القاعده څانګه چې په وروستيو كې يې په يمن كې مركز جوړكړي، سعودي عربستان ته له پولې په ور اوښتلو سره يې په دغه هيواد كې بريونه كړي دي او د القاعده د مشر اسامه بن لادن په پلرني ټاټوبي چې شاهي نظام لري د نور تاوتريخوالي ګواښ كوي،

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement