پوسټ کوډ 171797
نیټه خپرول: يکشنبه 30 لړم 138910:29

حامدکرزي دلغمان په ولایت کې تروریستي بریدونه وغندل

 دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامدکرزی چې دامهال دناټو سازمان دغړو هېوادونو دمشرانو په غونډه کې دګډون په خاطر دپرتګال هېواد د لزبن په ښارکې دی، دلغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یې تروریستي بریدونه په کلکې غندلي او دغه ناوړه عملونه یې دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار بللی دی.

د را رسیدلو معلوماتو له مخې دافغانستان دخلکو دښمنانو دشنبې په ورځ دلغمان ولایت په مرکز مهترلام کې دوه تروریستي بریدونه وکړل چې له امله یې دیوې ښځې او یو ماشوم په شمول څلور ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا دیرش نور ټپیان شول.

حامدکرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه غندلي او دهغو ترسره کوونکي یې داسلام او دافغانستان دخلکو دښمنان بللي چې نه غواړي افغانان په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي.

جمهوررئیس د لغمان ولايت چارواکوته لارښوونه کړې چې د دغو تروریستي پیښوعاملین ډیرژر ونیسي او دقانون منګولو ته دې وسپاري.

حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement