پوسټ کوډ ۱۷۱۵۱۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ وږی ۱۳۸۹ ۱۲:۱۲

په کندز کې ۸ تنه پولیس د وسلوالو مخالفینو په برید کې وژل شوي

د کندز چارواکي وایي چې، په دغه ولایت کې د وسلوالو مخالفینو په حمله کې 8 تنه پولیس وژل شوي دي.

د کندز والي محمد عمر نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه حمله تېر ماښام د پیشلمي پر وخت په دریمه حوزه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته شوې چې د 8 وژل شوو پولیسو تر څنګ یو بل ژوبل دی.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ادعا کړې چې وسلواله حمله د دوي کسانو کړې او 9 تنه پولیس یې وژلي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement