پوسټ کوډ 171406
نیټه خپرول: چهارشنبه 13 زمری 138909:51

پاکستاني ولسمشر د څرګندونو په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون

سپینې ماڼۍ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري هغه څرګندونې پرون رد کړې، چې وایي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د بایللو په حال کې دي. د سپینې ماڼۍ د ویاند رابرټ ګېبس په وینا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما، چې څو ورځې وړاندې یې وویل، په افغانستان کې پرمختګونه شوي، د پاکستان د جمهور رییس اصف علي زرداري دغه ارزیابي ردوي.

ګېبس پرون ژورنالیستانو ته وویل، زه فکر نه کوم چې ولسمشر اوباما به د خپل پاکستاني سیال له دې نتیجه ګیرۍ سره موافق وي، چې په افغانستان کې جګړه د بایللو په حال کې ده.

امریکا وروسته له هغه په دې اړه عکس العمل وښود، چې د پاکستان ولسمشر پرون یوې فرانسوۍ ورځپاڼې لې مونډ ته وویل، نړېواله ټولنه چې پاکستان یې هم یوه برخه ده، د طالبانو په وړاندې جګړه کې د بایللو په حال کې ده.

د زرداري په وینا له هرڅه وړاندې نړېواله ټولنه د خلکو د زړونو او نظرونو په لاسته راوستو کې پاتې راغلی ده.

ولسمشر زرداري دا څرګندونې بریټانیا ته تر سفر مخکې وکړې.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان ولسمشر د جمعې په ورځ د بریټانیا له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره کتنه وکړي.

د دغو دواړو هیوادونو مشران هڅه کوي، هغه تاوتریخوالی لېرې کړي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیدا شوی دی.

په دې وروستېو کې کامرون د تروریزم په وړاندې د پاکستان د ژمنې په برخه کې شک څرګند کړ.

د رویترز اژانس د راپور پر اساس د پاکستاني مقاماتو له فشارونو سره سره د دغه هېواد ولسمشر زرداري پرون ماښام بریټانیا ته ورسید.

د پاکستاني مقاماتو له نوموړي غوښتنه وکړه، چې د کامرون د دغو څرګندونو له امله دې خپل سفر دې هیواد ته لغوه کړي، چې ویلې یې دي، اسلام آباد نه باید تروریزم صادر کړي.

کامرون دا څرګندونې هند ته د سفر پرمهال کړې وې.

پاکستاني مقاماتو د بریټانیا د صدراعظم کامرون د خبرو په عکس العمل کې وویل، دغه هېواد د تروریزم ضد جګړه کې زیات ځاني تلفات ور کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې میاتشې په وروستېو کې د (ویکي ليکس) په نوم یوې انټرنېټ پاڼې داسې اسناد افشا کړل، چې په یوه برخه کې یې له طالبانو سره د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یا ای. اېس. ای د همکاریو یادونه شوې ده.

ډېوېډ کامرون، چې درې میاشتې وړاندې یې په بریټانیا کې واک تر لاسه کړ، د افغانستان په باب د دغه هېواد سیاست بدل کړ او ویې ویل، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به خپل نهه زره او پنځه سوه سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

د رویترز اژانس د راپور له مخې بریټانیایي مقامات پوهیږي، چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت د هڅو لپاره د پاکستان همکاري اړینه ده.

رویترز زیاتوي په دوه زره یو میلادي کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته اسلامي سخت دریځي اوس ډېر پیاوړی دریځ لري.

د دغه آژانس د لیکنې له مخې کامرون پرون وویل، پاکستان یو مهم متحد دی خو خپلې خبرې یې بیرته وانخیستي.

د کامرون د خبرو پر اساس د تروریزم ډلې په پاکستان کې دي، چې په افغانستان کې د نورو هیوادونو او بریټانوي سرتیرو لپاره ګواښ دی.

سربیره پر دې کامرون وویل، دا ډلې بریټانیا ته خطر دی او دې ته اړتیا ده چې هغوی ته ځواب وویل شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement