پوسټ کوډ ۱۷۱۱۵۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۲:۱۲

د کونړ ولایت په شیګل کې د وسله والو او نړېوالو ترمنځ نښته شوې

راپورونه وايي، چې تيره ورځ او بېګا شپه د كونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ كې د ايتلافي ځواكونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره نښته شوې.

په ختيځ كې د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي دفتر نن سهار ازادي راډيو ته د شيګل په شين كوړك سيمه كې دغه نښته تاييد كړه او ويې ويل، چې د تلفاتو د دقيق شمير په اړه يې څيړنه كوي.

وسلوالو طالبانو ادعا كړې، چې په نښته كې يې د ايتلافي ځواكونه درې موټره له منځه وړي او يو شمير عسكرو ته يې تلفات اړولي.

ايتلافي ځواكونو د دوى ادعا نه ده تاييد كړې.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement