پوسټ کوډ ۱۷۱۰۴۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۲:۴۸

په قبایلي سیمه کې ۲۵ طالبان ووژل شول


د پاکستان د اکسپرېس تلوېزون د راپور له مخې په دغه بمبار کې د طالبانو څلور پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

د مارچ په وروستیو کې د پاکستان پوځ په اورکزۍ ایجنسۍ کې د طالبانوپرضد عملیات پیل کړي.

د پوځ په وینا تراوسه په دغوعملیاتو کې له اتو سوو ډېر طالبان وژل شوي دي.
له بلې خوا پېښور ښار ته نږدې هم د امنیتي ځواک او طالبانو ترمنځ نښته شوې

.
پولیس وایي په دغه نښته کې څلور طالبان وژل شوي اودوه ټپیان دي.

د دوی په وینا نښته هغه وخت پیل شوه چې طالبانو په جمرود کې دتلاشۍ پر پوسته برید وکړ.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement