پوسټ کوډ 170897
نیټه خپرول: يکشنبه 2 غبرګولی 138909:05

شانګهای تړون د افغانستان پر امنیتي حالاتو اندېښنه ښکاره کړه

د شانګهای تړون د بهرنیو چارو وزیرانو شورا تیر ورځ په تاشکند کې د خپلې غونډې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان وضعه لا هم په سیمه کې تر ټولو لویه امنیتي اندېښنه ده ،خودا ستونزه له پوځي لارې نه شي اوارېدای .

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دې تړون د غړیو هیوادونو وزیران(باندنیو) په دې سره سلا دي چې د افغانستان حالات ښه نه دي او د دوی لپاره تر ټولو لویه امنیتي اندېښنه زېږوي خو دوی په دې هم باور لري چې دا لانجه په زور نه شي غوڅېدای بلکې د دوی په اند د سولې راز د افغانستان په ټولنیزه او اقتصادي بیارغونه ، د افغانانو په اجماع او موافقه اود ښو نړیوالو شرایطو په رامنځته کولو کې نغښتی دی .

د شانګهای تړون ،چې ګومان کېږي د امریکا او لوېدیځ په وړاندې به د پخواني وارسا تړون ځای ونیسي ، د بهرنیوچارو وزیرانو په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې دوی د افغانستان پرحالاتو ژوره اندېښنه ښکاروي ځکه چې تروریستي خطر زېږوي،د مخدرو موادوقاچاق او له پولو دباندې منظم جنایتونه خپروي.

دوی په دې ټینګار وکاوه چې په منځنۍ اسیا کې امنیت او ثبات د هغو ستونزوله حل کولو پرته نه شي حاصل کېدای چې له افغانستان سره تړاو لري .

د شانګهای تړون د باندنیو چارو وزیرانو ویلي چې دوی د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره د نړیوالو هلوځلو د تنظیمولوپه خاطر د ملګروملتو مخکښ رول تاییدوي.

روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه(قزاقستان،تاجکستان، قرغیزستان او ازبکستان) د شانګای تړون غړي هیوادونه دي او هند،پاکستان ،ایران او افغانستان د څارونکو په توګه د دې تړون په غونډو کې ګډون کوي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement