پوسټ کوډ ۱۷۰۸۹۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۴:۲۹

ډیویډ بیکهم په هلمند کې له بریتانوي پوځیانو سره وکتل

بریتانیا د فوټبال نامتو ستوري ډیویډ بیکم نن په افغانستان کې له بریتانوي پوځیانو سره وکتل او هغوی یې ،چې د نړۍ په یوه ترټولو خطرناکه سیمه کې په وظیفه بوخت دي ،ترټولو زړه ور خلک وبلل .

پنځه دېرش کلن بیکهم ،چې نور د انګلستان د فوټبال په کلبونو او ملي ټیم کې لوبه نه کوي،په یوه مرکه کې چې د بریتانیا پوځ خپره کړه، وویل : «ما تراوسه پوري دومره زړر کسان نه وو لیدلي،په رښتیا چې زړور دي، دا زما لپاره ویاړ دی چې دوی وینم.»

ډیویډ بیکهم په هلمند کې د بریتانوي ځواکونوبسټن نومي کمپ ته لاړ او ویې ویل :« بېرونکې دی ،په رښتیا چې بېرونکی دی ،تاسو یې احساسوئ .فقط پرون یوعسکر ووژل شو،تاسودا ترینګلی او خطرناک حالت وینئ او احساسوئ .

بیکهم همداراز وویل :«ما په ځلونو په میدانونو(د فوټبال)د خپل هیواد استازیتوب کړی ، خوپه کوم ډول چې دا کسان(پوځیان) زموږ د هیواد استازیتوب کوي ،دا په رښتیا حیرانوونکی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement