پوسټ کوډ ۱۷۰۸۳۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۵ غویی ۱۳۸۹ ۱۵:۰۵

له کندهاره ډنمارک ته په تلونکې الوتکه کې وسله ونیول شوه

د قزاقستان د ګمرکي خدماتوادارې له څلوېښتو ورځو وروسته اعلان وکړ چې په یوې الوتکې کې یې، چې له افغانستانه ډنمارک ته تله، یوه اندازه وسلې نیولي دي .

دا الوتکه چې له کندهاره الوتلې وه ، د مارچ په دیارلسمه د قزاقستان په کینت ښار کې د دې لپاره کښېناسته چې تېل واخلي .

د قزاقستان ګمرکي مامورنیو وویل چې دوی په دې ایل ۷۶ الوتکه کې ، چې له یوه روسي شرکت سره تعلق لري،وسلې ونیولې .

د ډنمارک حکومت ته د دې موضوع په باب مالومات ورکړای شوي او د قزاقستان محکمې د الوتکې شرکت جریمه کړی دی .

ویل کېږي چې ډنمارک د قزاقستان له حکومته په دې خاطر بخښنه غوښتې ده .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement