پوسټ کوډ 170725
نیټه خپرول: يکشنبه 15 وری 138910:06
- 0 څرګندونه
- چاپ

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت تائيد كړې، چې د كندز ولايت د امام صاحب د ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ د كشف مرستيال وژل شوی دی.
دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي، چې سمونيار عبدالطيف نن سهار هغه مهال د وسلوالو مخالفينو له خوا په ډزو ووژل شو، چې له خپله كوره د بغلان ولايت د جر خشك ولسوالۍ په لور روان وو.
په اعلاميه كې راغلې، چې نوموړي په روغتون كې ساه وركړې.
د كورنيو چارو وزارت دا كار غندلی دی او ويلي، چې د دولت وسلوال مخالفين نه شي كولی په دې توګه خپل اهداف ترلاسه كړي.