پوسټ کوډ ۱۷۰۵۶۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۸ سلواغه ۱۳۸۸ ۰۹:۱۰

افغانستان: يو بهرنی په اعدام محکوم شو

افغانستان ستره محکمه وايي پېښه داسې شوې وه چې د يوې امنيتي کمپنۍ غړو يو اکمالاتي کاروان له کابله د پکتيکا په لور روان کړى و ، کله چې د ميدان وردگو ولايت ته رسېدلي وو شپه پرې راغلې وه ، او يوه برخه يې تېره شوې هم وه.
کوم سړي چې قتل کړى ويلي يې دي چې د پکتيکا په لور روانېږي ، افغان ملگري يې چې کريم نوميده ورته ويلي چې دا سيمه ډېره خطرناکه ده ، سبا به حرکت وکړو پر دې خبرې د دواړو تر منځ لانجه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې استراليايي وگړي پر افغان ملگري ډزې کړې او هغه يې وژلى دى .

وروسته يې د غزني په ولايت کې گاډي ته اور اچولى او د افغان ملگري جسد يې هم په کې سوى دى ، او ويلي يې وه چې کريم د طالبانو له خوا وژل شو ی دى .

کله چې کاروان پکتيکا ته رسېدلى خلک خبر شوي او امنيتي چارواکو ته يې خبر ورکړى او په پايله کې يې دغه استراليايی وگړى د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دى .

د افغانستان د سترې محکمې د نشراتو د برخې مشر عبدالوکيل عمري وايي چې تورن کس پخپل جرم اعتراف کړى چې د محکمې له خوا ورته د مرگ سزا اورول شوې.

د تورن کس مدافع وکيل د استيناف غوښتنه کړې ده .

که استيناف محکمه هم نوموړى په اعدام محکوم کړي نو بيا به ورته يوازې وروستۍ پرانستې دروازه د تميز محکمې وې.

دا لومړى ځل دى چې يو بهرنى امنيتي کارکونکى د ننه په افغانستان کې د يو افغان د وژنې په تور د مرگ په سزا محکمومېږي .

د ځينو راپورونو له مخې د استراليا حکومت غواړي چې د هغه هېواد د دغه وگړي د بښلو غوښتنه وکړي .

له ٢٠٠١ کال راهيسې په افغانستان کې دوه ويشت تنه په بېلابېلو جرمونو اعدام شوي خو د وروستۍ پېښې د تورن په اړه نه ده څرگنده چې د مقتول کورنۍ او د افغانستان قضائيه قوه به نوموړى وبښي او که به يې اعدام کړي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement