پوسټ کوډ ۱۷۰۳۵۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۷ لیندۍ ۱۳۸۸ ۱۰:۰۵

د نوې کابينې باور رايې وځنډول شوې

اټکل داسې وه چې ولسمشر کرزی به نن خپله نوې کابينه د باور د رايې اخيستنې لپاره و لسي جرګې ته وړاندې کړي .

د ولسي جرګې دويم منشي صالح محمد سلجوقي وايي که څه هم په رسمي ډول ورته نه دي ويل شوي خو د چارو د دارې له لوري ورته ويل شوي چې راتلونکې اونۍ به دغه چاره تر سره شي .

داسې ګنګوسې دي چې ولسمشر کرزی د وزيرانو د ټاکنې پر سر له ګڼو کورنيو او بهرنيو فشارونو سره مخ دی نو د کابينې د اعلان د ځنډ يو لوی لامل هم دابلل کېږي .

خو د ولسي جرګې دويم منشي د کابېنې د ځنډ لامل دا بولي چې ولسي جرګې غوښتي چې بايد ټولو وزيرانو ته په يو وار د تاييد رايې ورکړي .

دده په وينا ولسمشر کرزي هم همدغه ټکي ته په کتو سره کابينه ځنډولې او غواړي ټول وزيران پر يوه ځای ولسي جرګې ته د رای اخيستلو لپاره ور وپېژني .

ښاغلي سلجوقي وويل چې دوی ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې به نوې کابينه راتلونکې اونۍ اعلان شي :

(( د کابينې د معرفي کولو په اړه موږ ته کوم رسمي ليک نه دی رسېدلی خو د چارو د ادارې د ټېلېفوني معلوماتو پر بنسټ د کابينې د غړو معرفي کېدل چې په پام کې وه نن د بېلابېلو وزارتونو يو شمېر کانديدان معرفي شي ، څو ورځې نور هم ځنډېدلي دي .

او احتمال لري چې د شنبې، او په قطعي ډول د دوی د معلوماتو له مخې ددوشنبې په ورځ ټوله کابينه د باور د رايو اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي . ))

بلې خوا ته په افغانستان کې دبشري حقونو د څار او راپور ورکولو ټولنې پر ولسمشر کرزي غږ کړی چې پخپله نوې کابينه کې سم بدلونونه راولي او کنه نو بدې پايلې به ولري .

دغې ټولنې دغه راز ويلي چې ولسمشر کرزی بايد پخپل نوي حکومت کې ولسواکۍ ، عدالت او بشري حقونو ته تر ټولو ډېر پام وکړي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement