پوسټ کوډ ۱۷۰۰۴۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ تله ۱۳۸۸ ۱۵:۵۴

په نشه يي توکيو د روږدو کسانو په شمېر کې زياتوالى راغلى


روغتيايي مسئولين يې د زياتوالي لامل له گاونډيو هېوادونو نه د کډوالو راستنېدنه او د ځوانانو بېکاري بولي.

د جلال آباد په مرکزي روغتون کې پر نشه يي توکيو د روږدو کسانو د درملنې د شل بستريزې څانگې يوه مسئول ډاکتر محمدسمين ستانکزي افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: د پخوا په پرتله پر نشه يي توکيو د روږدو کسانو په شمېر کې له دې امله زياتوالى راغلى چې گڼ شمېر کډوال د گاونډي هېوادونو پاکستان او ايران نه راستانه شوي او ډېرى دغه کډوال پر نشه يي توکيو تر اخته کېدو وروسته راستانه شوي دي.

نوموړى وايي: زمونږ روغتون دامهال شل بستره لري او شل ناروغان په کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

ستانکزي زياته کړه: دوى سره گڼو پر نشه يي توکيو روږدو کسانو د درملنې په موخه خپل نومونه ليکلي، خو دوى د امکاناتو د کموالي له کبله تر شلو زيات ناروغان پر يو وار تر درملنې لاندې نه شي نيولاى.

هغه وويل: دې روغتون ته پر ختيزو ولايتونو سربېره د پلازمېنې کابل او د نورو ولايتونو نه هم پر نشه يي توکيو اخته ناروغان د درملنې په موخه راځي. ښاغلي ستانکزي دغه راز وايي چې پر نشه د روږدو کسانو ډېره برخه هيروئين او اپين کاروي او ددې ترڅنگ چرسو او نورو نشه يي توکيو کاروونکي هم ډېر دي.

د محمد آغا په نوم يو ناروغ چې يو دېرش کاله يې د هيروئينو پودر کارولي او اوس په ياد شوي روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوى، وايي: يو دوست يې پرې په لومړي وار چرس او وروسته هيروئين وڅښل او له هماغه ورځې له خپلې دندې سره چې پوځي افسر و، ډډې ونه لگېدې او نشې په سر واخيست.

د ختيز ولايت ننگرهار روغتيايي چارواکي داسې مهال پر نشه يي توکيو د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي خبر ورکوي چې په ختيزه حوزه سربېره په ټول هېواد کې د بېکارو ځوانانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دى.

يو شمېر کارپوهانو بېکاري پر نشه يي توکيو د روږدي کېدو تر ټولو ستر لامل بولي.

د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې خواوشا يو مليون وگړي د بېلابېلو نشه يي توکيو پر کارونه اخته شوي دي. خو کارپوهان په دې اندېښنه کې دي چې دا شمېر د زياتېدو په حال کې دى.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement