پوسټ کوډ ۱۶۹۹۵۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۸ وږی ۱۳۸۸ ۱۰:۱۶

حامد کرزي په سلو کې ٥٤ رايې ترلاسه کړي

د افغانستان د انتخاباتو کميسيون نن ( سه شنبه د سپتمبر ٨ مه ) د نورو لومړنيو پايلو په اعلان ښوولې چې اوسنى ولسمشر حامد کرزي تر اړتيا ډيرې رايې ترلاسه کړي خو لا هم په سلو کې څه باندې اته رايې لا نه دي شميرل شوي .
تر اوسه په سلو کې له ٩١.٦ گڼل شويو رايو څخه ولسمشر حامد کرزي ٢٩٥٩٠٩٣ رايې ترلاسه کړي چې د ټولو رايو په سلو کې ٥٤.١ برخه کيږي .
د انتخاباتو د گټلو لپاره په سلو کې څه باندې پنځوس رايې پکار دي .
د ښاغلي کرزي تر ټولو نژدې سيال ډاکټر عبدالله عبدالله دى چې د شميرل شويو رايو په سلو کې ٢٨.٣ يې ترلاسه کړي دي .
په دريم نمبر رمضان بشر دوست دى چې په سلو کې څه باندې نهه او ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى دى چې په سلو کې څه باندې دوه برخې رايې لري .
د رايو د وروستيو پايلو تر اعلان وړاندې د افغانستان د انتخاباتو د شکايتونو د اوريدا کميسيون ويلي و چې د مشکوکو مرکزونو رايې دې له سره وشميرل شي .
د هغوى غوښتنه وه چې که په هر هغه مرکز کې چې شک پرې شوى او د رايو شميره پکې تر شپږ سوو ډيره وي او يا يوه کانديد پکې په سلو کې پنځه نوي رايې گټلي وي نو هغه دې له سره وشميرل شي .

په همدې حال کې د ټاکنو دشکايتونو کمېسيون اعلان کړی چې تر دې مهاله ورته تر دوه زره زيات ټاکنيز شکايتونه رسېدلي، چې ٦٠٠ يې ډېر جدي دي او شونې ده چې د ټاکنو پر پايلو اغېز وکړي .

د قانون له مخې د وروستيو پايلو تر اعلان مخکې بايد دغه شکايتونه وارزول شي .

خو د شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي چې اټکل کوي د دغو شکايتونو ارزول به دروانې سپټمبر مياشتې تر پايه پورې وخت ونيسي .

تر دې مخکې د ټاکنو کمېسيون ويلي وړ چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به د سپتمبر پر ١٧مه يانې لس ورځې وروسته اعلان شي .

خو د قانون له مخې که هېڅ نوماند پنځوس جمه يو رايې ونه ګټي نو ټاکنې به دويم پړاو ته غزېږي او هغه دوه نوماندان به سيالۍ ته درېږي چې رايې تر نورو ډېر وي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement