پوسټ کوډ ۱۶۹۸۷۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۹ زمری ۱۳۸۸ ۰۸:۵۲

په افغانستان کې د رای ورکولو بهير پيل شو

نن (پنجشنبه، د اګست ٢٠ مه) په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې پيل شوې .
په دغو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته ٣٣ او ولايتي شوارګانو ته تر ٣٠٠٠ ډېرو کسانو ځانونه نومولي دي .
د رای ورکولو مرکزونه نن سهار اووه بجې پرانيستل شو چې د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام ومومي .
د پلازمې کابل د ګڼ مېشتو مکروريانو په الفتح او د شاه شهيد په امنه فدوي لېسو کې د بي بي سي خبريالان وايي چې د ګوتو په شمېر کسان ښکاري .
زموږ خبريال وايي چې په الفتح لېسه کې ځينې درغلۍ خلک په ګوتو کوي، او وايي چې د سوري کولو ماشين مثلث خراب شوی دی .
د مکروريانو يوه اوسېدونکې سپوږمۍ چې خپله رايه يې کارولې وايي چې : ((د رايه ورکولو په کتار کې يونيم ساعت ولاړه وم، خلک هم ډېر نه وو، د سوري کولو ماشين کار نه کاوه، پروسه ډېره ټکنۍ وه، نوموړې وايي چې د ټاکنو د مرکز د کارکوونکي له خوا ويل کېدل، چې ١٤٠، ١٤٠، په دې مانا چې د دې شمېرې لرونکي نوماند ته رايه واچوئ .))
په سويلي نارامه ولايت هلمند کې هم د رای ورکولو بهير پيل شوی دی . په هلمند کې د بي بي سي خبريال وايي چې شېبه وړاندې د رای ورکولو پر يوه مرکز توغنديز بريد وشو، چې تر اوسه د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی .
شېبه وړاندې حامد کرزي او د کابينې ځينو غړو د کابل په اماني لېسه کې خپله رايه وکاروله .
په دغه لېسه کې ولسمشرۍ ته نوماند سرور احمدزي هم خپله رايه واچوله .
په اماني لېسه کې د بي بي سي خبريال وايي چې کرزي يوځل بيا پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې له وېرې پرته د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي .
په هرات ولايت کې هم د بي بي سي خبريال وايي چې د رای ورکولو بهير پيل شوی، خلک په کتارونو کې رای ورکولو ته ولاړ دي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ټاکنو په ورځ د سختو امنتي تدابيرو د نيولو خبر ورکوي کوي او له خلکو غواړي چې په پوره ډاډ سره په ټاکنو کې برخه واخلي .
چارواکي وايي د نن ورځې په اوږدو کې له امنيتي ځواکونو پرته هېڅوک نه شي کولاى چې له ځان سره شخصي وسلې وگرځوي او همدارنگه بار وړونکو موټرو ته به په ښارونو کې د ننوتو اجازه ورنه کړل شي. 
نژدې ٣٠٠ زره افغان او بهرني ځواکونه د ټاکنيزو شاوخوا ٦٩٦٩ مرکزونو د امنيت نيولو لپاره ګمارل شوي دي .
افغان ولسمشر حامد کرزي پر ټولو افغانانو غږ کړی، چې د هېواد د ټيکاو او سولې لپاره د رای ورکولو مرکزونه ته ولاړ شي .
ښاغلي کرزي دغه څرګندونې تېره ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د جشن لمانځنې پرمهال وويل چې : ((په کليو، کورونو او ليرو پرتو سيمو کې له ټولو افغانانو غواړم، چې د هېواد د سوکالۍ او ثبات لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رايه وکاروي . دا زموږ ټولو په ګټه ده .))
نوموړي وويل چې د حکومت مخالفان هڅه کوي چې د ټاکنو بهير ګډوډ کړي، خو هڅې به يې هېڅ ګټه ونه لري .
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی کای ايده، په ټاکنو کې برخه واخلئ، مخالفين دې د خلکو ګدون مخه ډب نه کړي .
همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم ويلي چې د افغانستان اوسنۍ ټاکنې د هېواد د ارامۍ او پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي . 
خو ډېری افغانان د طالبانو لخوا د هغو ممکنه بريدونو او ګواښونو اندېښمن کړي، چې وايي د ټاکنو بهير به ګډوډوي .

تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې له يوې څو ساعته نښتې وروسته درې بريدکوونکي وسله وال ووژل شول .

تر هغه وړاندې په دې اوونۍ کې پلازمېنه کابل د دوو ځانمرګو بريدونو شاهد و




برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement