پوسټ کوډ ۱۶۹۸۴۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ وږی ۱۳۸۸ ۱۵:۲۲

له افغانستان څخه د آلماني عسکرو د وتلو کومه نېټه نه ده ټاکل شوې

د آلمان لومړي وزارت ته نوماند فرانک والټر شتين ماير به د لومړي وزير د ټاکل کېدنې په صورت کې، له افغاني چارواکو سره، له هغه هېواد څخه د آلماني عسکرو د ايستلو په هکله مشوره کوي. دا خبره نوموړي په دورتموند نومي ښار کې د خپلو ټاکنيزه مبارزو په موقع کړېده.

شتين ماير په ډاگه کړې، چې په دې منظور به، د افغان پوځ او پوليسو د پاره د امنيت پرغاړه اخيستلو ټاکلی پلان جوړيږي. نوموړي په دې عمل باندې نيوکه وکوله، چې گويا له افغانستان څخه د وتلو مسابقه جوړه شي، او زياته يې کړه، چې دا ډول عمل به د طالبانو په گټه سره تماميږي.د آلمان لومړۍ وزېرې ميرمن انگيلا ميرکل هم په يوې مرکې کې، له افغانستان څخه د جرمني سرتېرو د ايستنې د پاره د نېټې ټاکنه رد کړه. دې د شتين ماير له دريز څخه پوره ملاتړ اعلان کړ.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement