پوسټ کوډ ۱۶۹۸۴۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۴ وږی ۱۳۸۸ ۰۹:۴۶

په روان کال کې ٦٠ بريدونه شنډ شوي

د چارواکو په وينا که څه هم پوليس مجرمين د قانون منګولو ته سپاري، خو په خبره يې په عدلي او قضايي ادارو کې مجرمينو ته هغه شان چې لازمه ده، سزا نه ورکول کېږي .
له ټاکنو وروسته، د کابل امنيتي چارواکو د ولسي جرګې يو شمير غړو ته په پلازمېنه کې د امنيتي حالت له ښه کېدو ډاډ ورکړ .
د چارواکو په وينا پوليسو د ټاکنو په درشل کې د کابل د تره خيلو، سروبي، بګراميو او په ځينې نورو سيمو کې د يو شمېر بريدونو مخنيوي کړی دی .
د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحمن وايي پوليسو د روان کال په ترڅ کې شاوخوا 60 بريدونه او چاودنې شنډې کړې دي :
((د روان کال له پيل نه د زمري تر 24 نيټې د کابل پوليسو له 62 چاودنو مخنيوي کړی. 23 ترهګرې او له وړاندې د تنظيم شوو جرمونو کړۍ نيول شوې او اړونده کشفي او عدلې ادارو ته سپارل شوې دي . او له 150 کيلو ګرامو ډېر چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي .))
ښاغلي رحمن د عدلي او قضايي ادارو لخوا مجرمينو ته د لازمې سزا په نه ورکولو ناخوښي څرګنده کړه او ويې ويل هغه سزا چې يو مجرم ته بايد ورکړل شي د دغو ادارو لخوا نه ورکول کېږي .
خو د افغانستان د سترې محکمې يوه چارواکي عبدالمالک کاموي دغه خبره نه مني او وايي ټولو هغو تورنو کسانو ته چې دوی ته ورپېژندل کېږي، د اسنادو او شواهدو تر کره کېدو وروسته له قانون سره سم سزا اوروي .
د چارواکو په وينا، د پلازمېنې د هرو زرو کسانو امنيت خوندي کولو لپاره 2.2 کسه پوليس په دنده بوخت دي، چې ګڼ شمېر دغه پوليس يوازې لنډ مهاله مسلکي روزنې لري او په خبره يې د امنيت د ټينګولو لپاره بسنه نه کوي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement