پوسټ کوډ 169572
نیټه خپرول: پنج شنبه 18 چنګاښ 138818:27

وسله والو طالبانو د نورستان و

ځايي چارواکي وايي دغه ولسوالي له تېرو درېوو ورځو راهيسې د طالبانو تر بريدونو لاندې وه.
د نورستان والي جمال الدين بدر د پنجشنبې په ورځ افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: په سلگونو هغه طالبان چې د گاونډي هېواد پاکستان د سوات له سيمې راغلي وو، نن غرمه په يوه بجه د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ ته ورننوتل او دا ولسوالي د دولت له حاکميت نه ووتله.
هغه وايي: د ولسوالۍ پرسونل له سيمې نه وتلى او په نامعلوم لوري تللى دى.
نوموړي زياته کړه: دوى ددې ولسوالۍ د سقوط اندېښنې له وړاندې مرکزي حکومت او نړيوالو ځواکونو ته رسولې وې، خو چا پرې عمل ونکړ.
بدر وويل: د برګمټال د ولسوالۍ سقوط د نورستان د مرکز پارون د نيولو لپاره هم ستر گواښ بلل کېږي.

بل خوا طالبانو هم منلې چې د برګمټال ولسوالي يې دوى نيولې ده.
ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته له نامعلوم ځايه ويلي چې دوى له دوه ورځو جگړو وروسته نن غرمه د برگمټال ولسوالي لاندې کړه.
هغه زياته کړې، د ولسوالۍ پرسونل په تېښته بريالى شوى، خو دده پر وينا ټول اړوند تجهيزات او وسايل د دوى لاسته ورغلي دي.
د نورستان په ولايت کې د برګمټال ولسوالي داسې مهال د دولت له واکه وځي چې دولت او بهرني ځواکونه د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د دولت له لاسه د وتلو يو شمېر ولسواليو د نيولو لپاره د شاوخوا اووه زرو افغان او بهرنيو ځواکونو په گډون د خنجر په نوم هوايي او ځمکني پراخ عمليات پيل کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement