پوسټ کوډ 169226
نیټه خپرول: چهارشنبه 13 غبرګولی 138810:27

د ملامنصور وژنه طالبانو ته لوی ګذار دی

دوی په وينا ملامنصور په هلمند ولايت کې د هليکوپتر په يوه بريد کې ووژل شو .
په هلمند کې پر برتانوي ځواکونو د بريدونو پړه پر ده اچوله کېږي .
په هلمند کې د برتانوي ځواکونو يوه وياند وويل ملامنصور د هغو بريدونو په پلانولو او عملي کولو کې ونډه درلوده، چې ښايي سلګونه افغانان، چې ډېر يې پوليس او ولسي وګړي وو، وژلي وي .
د برتانيا دفاع وزير جان هټن د ملامنصور وژل کېدل د طالبانو لپاره لوی ګذار بللی دی .
ښاغلي هټن وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې، چې هلمند ولايت کې برتانوي ځواکونو وويل چې دوی د طالبانو يو جګپوړی قوماندان ملامنصور او د هغوی يو شمېر نور مشران په هوايي بريدونو کې وژلي دي .
که څه هم برتانوي پوځيان د ملامنصور د وژل کېدو خبره کوي، خو د طالبانو يوه تن وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي
د دفاع وزارت چارواکي وايي ښايي د ملامنصور وژل کېدل په يوه شپه کې ارامي رانشي وستلی .
دلته ريښتيا هم د احتياط لپاره خپل دليلونه شته، په تېر کې د طالبانو پروړاندې بريدونو په هلمند کې لنډ مهاله ارامي رامنځ ته کړې وه، خو د ياغيانو بريدونه يې بيخي له منځه نه وو وړي .
تېره مياشت د برتانوي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه .
دوی درې کاله وړاندې هلمند ته تر خپل راتګ وروسته په يوه مياشت کې خپل ١٢سرتېري له لاسه ورکړل، چې له دې سره يې په افغانستان کې د خپلو وژل شويو سرتېرو تر ١٦٠ واوښته

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement