پوسټ کوډ ۱۶۹۲۰۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۳۸۸ ۱۰:۳۸

فرانسې له افغانستان سره مرسته وکړه

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي ددې مرستي ډېره بر خه به په کاپيسا او سروبي ولسواليو کې د کرنې او يوه اندازه به يي د ملي پيوستون په پروژو ولګول شي .
د ماليې وزارت د يادو شويو ولسواليو د ودې او پرمختيا لپاره دغه پروژې ډېرې مهمې بولي .
افغان چارواکي وايي ددغو نويو مرستو څخه ډېره ه برخه يې د کرنې د سکتور د ودې په تېره بيا د ځينو کرنيزو بنسټونو او کاريز جوړلو په برخه کې ولګول شي او دغه راز به اصلاح سوي تخمونه او کيمياوي سرې د کاپيسا ولايت د يو شمېر ولسواليو او د کابل د سروبي ولسوالۍ په بزګرو ووېشل شي .
د چارواکو په وينا ددغې مرستې بله برخه به چې اته ميليونه يورو ته ورسېږي د دغو سيمو د ملي پيوستون په پروژو ولګول شي .
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيل وال د کرنې د ودې او د سيمه ييزې حکومتوالۍ د پياوړتيا لپاره دغه ډول مرستي اوپروژې ډېرې مهمې او د خلکو له لومړيتوبونو څخه بولي .
ښاغلی زاخېل وال وايي ډېری هېواد ونه د افغانستان په هغو سيمو کې چې دوی يې د امنيت چارې پر غاړه لري د بيارغونې پروژې هم ترسره کوي .
د کرنې سکتور د افغانستان په ځان بسياينې کچې ته د رسېدو لپاره يو ه ډېره مهمه برخه ګڼل کېږي .
د فرانسې حکومت تر دې مخکي هم پدې برخه ډېره مرسته کړې ده .
دا رنګه دغه هېواد له افغان حکومت سره تېر کال د 165 ميليونو ډالرو مرستي ژمنه هم کړې وه .
ځينې کسان داسې شکايتونه کوي چې په شويو مرستو کې درغلی ډېرې دي او وايي نه ېوازې د فرانسې، بلکې د نورو هېوادونو مرستې هم په سمه تو ګه په ځانګړو شويو اهدافو نه لګېږي .

خو د ماليې وزارت وايي دوی ته تر اوسه په رسمي ډول کوم شکايت نه دی رسېدلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement