پوسټ کوډ ۱۶۸۸۶۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ کب ۱۳۸۷ ۰۹:۰۱

ننگرهار کې د ښځونړيواله ورځ ونمانځل شوه

ديکشنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د مارچ د اتمې ورځې په وياړ جوړې شوې غونډې ته پر نورو ويناوالو سربېره په ولسي جرگه کې دننگرهار دخلکو استازې صفيي صديقي هم وينا وکړه.
هغې وويل: سره له دې چې په تېرو اوو کلونو کې د مېرمنو له پاره ډېر کار شوى خو څه ډول چې له ښځو سره ژمنه شوې وه، حق يې نه دى اداء شوى.
مېرمن صديقي زياته کړه: ستونزه داده چې يا ښځو خپل حق له نارينه و نه دى غوښتى او ياهم د نارينه و له خوا د هغوى حق نه دى ورکول شوى.
دننگرهار دښځو چارو رئيسې پوهنيارې شيلا بابري د نجونو پروړاندې د ښوونځيو د دروازو پرانيستل او په دولتي ادارو کې د ښځو کارکول يوه لويه لاسته راوړنه وبلله، خو زياته يې کړه چې د ښځو د حقوقو ورکړه لاهم ډېر کارته اړتيا لري.
نوموړې زياته کړه: په تېرکال کې يې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي زيات وکم نوي پېښې ثبت کړي دي. آغلې بابري وويل: ددې پرځاى چې ښځو ته د هغوى د حقوقو په اړه روزنيز کورسونه جوړ شي، بلکې ترډېره بايد نارينه د ښځو پرحقوقو وپوهول شي.
که د ننگرهارولايت د ښځوچارو رئيسه د ښځو پروړاندې تاوتريخوالى تائيدوى، نو د بشري حقونو دخپلواک کميسون سيمه ييز دفتر بيا په تېرکال کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د گڼو پېښو د موندلو خبر ورکوي.
ددغه دفتر د ښځوچارو مسئولې وږمې ساپۍ وويل: په ختيزو څلورو واړو ولاياتو کې تېرکال د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي نږدې څلورسوه پېښې په بېلابېلو دولتي ادارو کې ثبت شوي دي چې ترټولو ډېرې يې د نارينه و له لوري د ښځو وهل ټکول دي.
مېرمن ساپۍ وويل: که څه هم چې دا شمېره د تېرکال په پرتله ټېټه ده، خو اټکل کېږي چې د تاوتريخوالي کچه به لاهم په خپل حال وي.
نوموړې ددغه کار لامل د ډيرى مېرمنو له لوري دشکاياتو د اورولو په موخه دولتي او نادولتي ادارو ته نه لاسرسى په گوته کړ.
ياده دې وي، چې په ننگرهار کې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په وياړ د ولايت له لوري د ښځو له پاره د تفريح ديو ځانگړي پارک د جوړېدو په موخه پينځه جريبه ځمکه هم بېله شوه.
دچارواکو پروينا، يادشوى پارک به راتلونکو اوو مياشتو کې د ولايتي بيارغاونې ډلې د نږدې درې سوه زره ډالرو په لگښت جوړ او گټې اخيستنې ته وسپارل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement