پوسټ کوډ ۱۶۸۷۷۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۱:۴۴

د ارغنداب ولسوال او زوی یې په ېوې چاودنه کې ووژل شول

د كندهار ولايت د ارغنداب ولسوال حاجي عبدالجبار مرغاني تيره ورځ ناوخته د وسلوالو مخالفينو په يوې حملې كې ووژل شو. د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د سې شنبې په ماښام په يوه خبري ناسته کې د ولسوال په وژل کېدو خواشني وښوده. د والي په خبره پيښه هغه مهال وشوه کله چې ولسوال د دفتر څخه کورته په لاره و.

والي زياته کړه چاودنه د موټر بم په واسطه چې ريموټ کنټرول و، رامنځ ته شوی او ولسوال مرغانى د خپل زوی او يوه ساتونکي سره وژل شوي دي.

د حملې مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ازادي راډيو ته وويل، چې ولسوال يې د پنځو ساتونکو سره يو ځای د سې شنبې په ورځ شاوخوا شپږ بجې د ښار په لومړۍ ناحيه سردار مدد چوک کې د يوه موټر بم په بريد کې وواژه.

بل خوا پر همدې مهال په يوه بله پيښه کې د دوتنو وسلوالو د ملي امنيت پر کارکوونکو ډزې وکړې يوتن پوليس يې ټپي کړ او په مقابل کې يې ساتونکو يو بريد کوونکي وواژه او بل تن يې د وسلې سره ونيوه.

دکندهار د ملي امنيت ریيس محمد نعيم مومن ازادي راډيو ته وويل، چې پيښه د زرغونې انا ليسي ته څيرمه وشوه.

د دې پيښي په اړه وسلوالو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement