پوسټ کوډ ۱۶۸۷۵۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۸ سلواغه ۱۳۸۷ ۱۶:۱۹

په کونړولايت درې ساتونکي مړه او دوه تنه نور ټپيان شول

دماين په هغه چاودنه کې چې نن سهار د کونړولايت د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د سرک جوړونې د يوه شرکت دساتونکو پر موټر وشوه، درې ساتونکي مړه او دوه تنه نور ټپيان شول.

د کونړ د والي وياند ادريس غروال د تليفون پرليکه افغان غږ خبري آژانس ته وويل: نن سهار د اتوبجو په شاوخوا کې د کونړ ولايت دسرکاڼو په ولسوالۍ کې د اين،پي،سي،سي په نوم د سرک جوړونې شرکت دساتونکو پر موټر ددې ولسوالۍ د نواپاس پر لويه لاره خښ شوي ماين وچاوديد، چې له امله يې دياد شوي شرکت درې تنه ساتونکي مړه او دوه تنه نور ټپيان شول.

نوموړي د چاودنې پړه د چا پرغاړه وانه چوله، او ويې ويل چې خښ شوى ماين دپخوا نه په سيمه کې پاتې و.

هغه زياته کړه: په پېښه کې ټپي شوې ساتونکي د اسعدآباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

داپه داسې حال کې ده چې د کورنيوچارو وزارت له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د مړو شووساتونکو شمېر درې او د ټپيانو شمېر هم درې تنه ښودل شوى دى.

خو د کونړولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتراسدالله فضلي رسنيوته ويلي، چې د پېښې څلورتنه ټپيان د دوى روغتون ته راوړل شوي، چې د دوه تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

بل پلو د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې. ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې ياده شوې چاودنه يې په سرحدي پوليسو کړې، چې په ترڅ کې يې درې تنه سرحدي پوليس وژلي دي.

خو د کونړ چارواکي د طالبانو ياده شوې ادعا رد کړې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement