پوسټ کوډ ۱۶۸۶۷۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۶ غویی ۱۳۸۹ ۱۱:۱۷

له افغان چارواکو سره د ارړوپايي پارلماني پلاوي کتنې

د ناټودپارلمان يوپلاوى چې له افغان چارواكوسره د خبرولپاره كابل ته راغلى پرون هم له افغان چارواكوسره خپلوخبرواوليده كاته ته دوام وركوي.
دغه يوولس كسيزپلاوي د شنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو جرګوله مشرانوسره وليدل اوپه بيلابيلومسايلويې ورسره خبرې وكړې.
د ملي شورا مطبوعاتي دفترويلي چې د ناټودپارلمان دې پلاوي دملي شورا له مشرانوسره په خبروكې په ملكي برخوكې هم دپراخې مرستې ژمنه كړې.
دناټودپارلمان پلاوى په داسې حال كې افغانستان ته سفركوي چې دافغانستان خلك اودولت له نړيوالوځواكونوڅخه ډيركله غوښتي چې د ملكي تلفاتودمخنيوي لپاره له افغان ځواكونوسره خپله همآهنګي زياته اوپه ملكي برخوكې هم خپلې مرستې ډيرې كړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement