پوسټ کوډ ۱۶۸۶۶۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۸۷ ۱۰:۱۴

افغانستان له ارجنتاين سره لوبه کوي

 تر اوسه افغانستان په خپلو بشپړو کړيو دوو لوبو کې يوه گټلې او يوه يې بايللې ده .

ارجنتاين بيا خپلې دواړه لومړنۍ لوبې تر يوه ځايه په حيرانونکې توگه بايللي دي .

ارجنتاين خپله لومړۍ لوبه له هانگ کانگ څخه وبايلله . په دويمه لوبه کې پاپو نيوگيني له ماتې سره مخامخ کړ .

په دغو دواړو لوبو کې د ارجنتاين منډه جوړونکي ونه ځليدل .

د يادونې وړ ده چې په ٢٠٠٧ کال کې چې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي دريم پړاو په استراليا کې ترسره کيده هلته ارجنتاين پايلوبې ته رسيدلى و او له يوگاندا يې پکې ماتې خوړلې وه .

خو دا ځل شايد په خپل کور لوبې ورته لا ډيرې له فشاره ډکې دي .

د ارجنتاين لوبډلې تر روانو سياليو وړاندې په دوستانه لوبه کې تر ٢٧٠ ډيرې منډې کړې وې په دې توگه د دوى منډه جوړونکي بايد کمزوري نه وي خو لا تر اوسه بريالي شوي نه دي . 

يوازې د پيل لوبغاړي ساويج يې تر اوسه ښه ځليدلى دى ، دۀ ٤٧ منډي کړي چې له هانگ کانگ سره يې ناسوځيدلې ٢٦ منډې تر ټولو ډيرې وې. 

په منډو کې د ارجنتاين بل تر اوسه ځليدلى لوبغاړى د دوى ويکت ساتونکى فرگيسن دى .

فريگيسن تر اوسه په دوو لوبو کې ټول ټال ٣٢ مندي کړي چې ٢١ يې پکې تر ټولو ډيرې وې . دى په پنځم نمبر منډو جوړولو ته راځي .

د ارجنتاين په ال رونډرانو يا هر اړخيزو لوبغاړو کې پترلاني تر اوسه يوازې په منډو کې يو څه ځليدلى دى او د ١٦ په اوسط يې ٣٢ منډي کړي دي .

پترلاني په اتم نبمر مندو جوړولو ته راځي .

د ارجنتاين په بالرانو کې د اوس لپاره لارډ چې تيز بالينگ کوي ښه روان دى . دۀ له پاپو نيوگيني سره د ٣٤ منډو په بدل کې څلور لوبغاړي سوځولي و .

خو د دوى د مکډرميت په نامۀ ورو بالر هم په تيرو اتلوليو کې ځليدلى و .

د افغانستان له خوا که څه هم له يوگاندا سره د سر منډه جوړونکي نه و ځليدلي خو په دويمه لوبه کې نژدې ټولو يو نه يو څه وکړل .

که چيرې بيا هم افغان منډه جوړونکي تر ٢٠٠ پورته هدف وټاکي دا امکان شته چې د ارجنتاين منډه جوړونکي د افغان بالرانو په وړاندې ټينگ نه شي .

خو د ډيرو په گومان د کريکت لوبه اکثره وخت د بخت او چانس لوبه وي تر پايه پکې څوک څه نه شي ويلى .

بي بي سي پښتو ويبپاڼه به د دغې لوبې مخامخ حال د افغانستان پر وخت د مازديگر له پنځه ، د گرينيچ پر وخت د ماپښين له ١٢:٣٠ دقيقو او د ارجنتاين پر وخت د سهار له لس بجو او ديرشو دقيقو وړاندې کوي .


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement