پوسټ کوډ ۱۶۷۵۱۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۰ غویی ۱۳۹۱ ۲۰:۰۱

افغان پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ وسله وال وژلي او شل نور نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې پنځه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او څه باندې شل تنه نور نیول شوي دي.

د دې وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا ګډ تصفیوي عملیات په ننګرهار، کونړ، کاپیسا، کندهار، لوګر، هلمند، خوست، غزني او فراه کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې یوه اندازه وسلې او مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د کابل امنیتي ځواکونو هم یوولس تنه د سړي تښتوونو، غلاوو او د نشه یې توکیو د قاچاق په تور نیولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement