پوسټ کوډ ۱۶۷۴۶۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۰ وږی ۱۳۹۹ ۰۸:۳۶

په ننګرهار کې د کېندنو پر مهال ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار موندل شوي

«جلال اباد ښار په سبزاباد سیمه کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کېندنې روانې دي، چې پکې ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار موندل شوي دي، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.» د نوموړي په خبره، ښايي د سبزاباد ساحه کې نور تاریخي اثار هم شتون ولري او دوی به هم په دې سیمه کې د تاریخي اثارو کېندنو او پلټنو ته دوام ورکړي. «هڅې مو پيل کړي چې د ختیځ په کچه ننګرهار کې یو موزیم جوړ کړو، ځای یې هم مشخص شوی چې په کې تاریخي اثار کیښودل کیږي.« په همدې حال کې فرهنګیان وایي، ننګرهار ګن شمېر تاریخي ځایونه لري، خو د مسولو چارواکو د نه پاملرنې له امله له پامه غورځول شوي دي. فرهنګپال عزیز الله عزیر وایي، اوسمهال د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې خپل سري کېندنې روانې دي، چې ترلاسه شوي اثار په قاچاقي ډول نورو هېوادونه ته وړل کیږي او یا پر قاچاق کوونکو په ټيټه بیعه پلورل کیږي. «دننګرهار په هغو سیمو کې چې ناامني ده، هلته تاریخي اثار کیندل کیږي او بیا بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي ډول وړل کیږي، چې ځایي چارواکي یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلي.» د پوهنتون استاد ضیاالرحمن حسرت اندیښنه لري چې په دغه ولایت کې تاریخي ابدې د غصب له ګواښ سره مخ دي او که مسولې ادارې په دې برخه کې ناغیړي وکړي؛ د وخت په تېریدو به له منځه لاړې شي. «د هډې موزیم او د سره رود ولسوالۍ ځینې ځایونه د غصب له ګواښ سره مخ دي او که مسولې ادارې یې لاس په کار نشي نو ویره شته چې ډیر تاریخي ځایونه به غصب شي.» په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، د دې ولایت په مختلفو سیمو کې ۱۲۲ تاریخي ځایونه د یوې سروې له مخې تثبیت کړي چې، له دوی سره یې له دلې یوازې ۲۲ ثبت شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement