پوسټ کوډ 166923
نیټه خپرول: چهارشنبه 19 وږی 139912:40

ارين: نننۍ چاودنه کې لس تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

د دغه وزارت وياند طارق ارين خامه پرس ته وويل، په ټپيانو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح ساتونکي هم شامل دي.
نن سهار شاوخوا ۷نيمې بجې د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني پخوانۍ څلورلارې ته څېرمه د ولسمشر د لومړي مرستيال پر موټريز کاروان د ماين چاودنه وشوه.
ارين وايي، دغه چاودنه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
تر دې مهاله د دغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی. وسله‌والو طالبانو هم په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement