پوسټ کوډ ۱۶۶۴۵۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ وږی ۱۳۹۹ ۱۱:۲۱

افغانستان کې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره لس نوي روغتونونه جوړیږي

دغه تړونونه چهارشنبه سپټمبر ۲ ( سنبلې ۱۲) د عامې روغتیا وزارت ، روغتیا نړیوال سازمان"ډبلیو ایج او"، ملګروملتونو ماشومانو ادارې یونیسف او د ملي انکشاف د کور جوړولو د تصدۍ د چارواکو ترمنځ د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو روغتونونو د جوړولو هدف د کرونا وبا پر وړاندې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ او په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر وړاندې د وقایوي اقداماتو او د دغې ناروغۍ د تشخیص په برخو کې د ظرفیتونو لوړل دي.
په افغانستان کې د اسیايي پرمختايي بانک رئیس نارندر سنګرو ویلي، چې دا بانک په موثر ډول د دغې پروژې تطبیق ته ژمن دی.
نارندر سنګرو ویلي " په پنځه میاشتو کې د لسو روغتونونو جوړول یو سخت کار دی، خو کوم ظرفیت او همکاري، چې شته دا روغتونونه به جوړ شي".
افغان حکومت په داسې حال کې د اسیايي پرمختایي بانک په مرسته دا روغتونونه جوړوي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس مثبتې پیښې مخ په کمیدو دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا د ویروس د ټولو مشکوکو معاینه شوو پیښو مثبتې پایلې ۱۲ فیصده دي، خو لا هم په دغه هیواد کې د کرونا ناروغي تر کنټرول لاندې نه ده راغلې.
د جمهو رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ څپه په ښه ډول مدیریت شوې، خو د غې وبا دوهمه څپه لا هم د دغه هیواد خلکو ته یو ګواښ را ولاړولی شي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري امریکا غږ اشنا ته وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا د ویروس د تشخیص او درملنې په برخو کې ۵۴ دولتي روغتونونه د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي.
میرمن جعفري وویل " د دغو له ډلې ۱۹ روغتونونه په کابل او دوه په هرات کې فعالیت کوي او په نورو ولایتونو کې یو یو مرکز فعالیت لري".
د دولتي روغتونو سربیره له لسو زیات خصوصي روغتونونه او لابراتوارونه هم د کرونا د ویروس د تشخیص او درملنې په برخه کې فعالیت کوي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه په خصوصي روغتونونو او لابراتوارونو کې د کرونا د ویروس لس زره شپږ سوه مشکوکې پيښې معاینه شوي، چې ۲۴۳ یې مثبتې وي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په خصوصي روغتونونو کې د کرونا د ویروس د مشکوکو پیښو د معاینې مثبتې پایلې درې فیصدو ته رسیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement