پوسټ کوډ ۱۶۶۴۳۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ وږی ۱۳۹۹ ۱۴:۴۸

غزني کې خلکو د حکومت د بې غورۍ پر وړاندې لاریون وکړ

لاریون کوونکي وایي، حکومت غزني ولایت ته پاملرنه نه کوي او جګړه د دغه ولایت تر مرکزه را رسېدلې ده.
دوی دغه راز وایي، غزني ولایت کې غیرمسئول وسله‌وال زیات شوي او هره ورځ د هدفي وژنو شاهدان دي.
لاریون کوونکي وایي، په غزني کې حاکم چارواکي د مسئولیت احساس نه کوي. دوی حکومتي چارواکي له وسله‌والو ډلو سره په اړيکو تورنوي او په وینا یې د ولايت دننه مافيايۍ کړۍ جوړې شوې.
دوی له مرکزي حکومت په غزني کې د مسوول چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
لاریون کوونکو د کندهار کابل پر لویه لاره د تحسن خېمه وهلې او دغه لاره یې بنده کړې ده، دوی خبرداری ورکړ که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي لاریونونو ته به دوام ورکړي.
لاريون‌والو دغه راز د ټاکنو له کمېسيون او حکومت غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې دغه ولايت کې ټاکنې ترسره کړي. اوس مهال د افغانستان په ولسي جرګه کې د غزني د ۱۴ ولسواليو اوسېدونکي خپل استازي نه لري.
د يادولو ده چې غزني ولايت د افغانستان له خورا ناامنو ولايتونو بلل کېږي چې څو ځله يې د وسله‌والو طالبانو له لوري د مرکز د سقوط هڅه هم شوې او په ښار دننه ترورونو او وژنو خلک تر پوزې راوستي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement