پوسټ کوډ ۱۶۶۳۵۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۱ وږی ۱۳۹۹ ۱۵:۲۶

د کندهار له زندانه ۸ تنه طالب بندیان ازاد شول


دا بندیان د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو په ډله کې دي چې لویې مشورتی جرګې یې د خوشې کیدو پریکړه کړې وه.
د کندهار ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي چي یاد بندیان د سولي بین الافغاني خبرو د پیلېدو په موخه د ولسمشرغني د فرمان له مخي خوشې شوي دي.
اعلامیه وایي خوشې شوو بندیانو ژمنه کړې چي پاتې ژوند به د خپلو کورنيو سره په سوکالۍ کي تيروي او د جګړې ډګر ته به نه ځي.
د یادوني وړ ده، چي تر اوسه د کندهار له زندانه ۱۳۷ تنه طالب بندیان ازاد شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون د کابل پلچرخي له زندانه هم د لسګونه طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړل شوی دی، خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement