پوسټ کوډ 166201
نیټه خپرول: پنج شنبه 6 وږی 139914:46
- 0 څرګندونه
- چاپ
چارواکي: کندهار کې افغان امنیتي ځواکونو لږترلږه ۲۲ طالبان وژلي

د کندهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د معروف ولسوالۍ په ټغري او د ولسوالۍ پر قرارګاه بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۴ طالبان ووژل شول.
دې قوماندانۍ همداراز ویلي چې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې هم ۸ تنه طالبان وژل شوي دي.
د کندهار له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون وسلهوالو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په شادي مانده سیمه کې پر پولیسو ډلهییز برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۸ طالبان ووژل شول او موټرسایکلونه او وسلې ورڅځه په سیمه کې پاتې شوې.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د پولیسو د مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
وسلهوالو طالبانو هم تر اوسه پورې څه نهدي ویلي.