پوسټ کوډ ۱۶۵۴۰۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۳ زمری ۱۳۹۹ ۱۱:۴۹

د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې امر او جنايي مدير له دندو ګوښه شول

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، ولسمشر غني د اتمې حوزې د ظاهري وضعيت له ارزونې وروسته د دې حوزې وضعيت د اندېښنې وړ وباله او کورنیو چارو وزارت ته يې امر وکړ چې د دې حوزې مسوولين دې د وظيفوي غفلت، بې نظمۍ او دسپلين د نه مراعات له کبله له خپلو دندو لرې کړي او په دې برخه کې د لازم اصلاحات پلي کړي.
د ارين په خبره، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ولسمشر غني د امر پر بنسټ د دې حوزې امر او جنايي مدير له دندې ګوښه کړې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement