پوسټ کوډ ۱۶۵۱۷۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ ۱۵:۴۳

سوداګر: پر سوداګریزو توکو

سوداګر وایي، د تعرفو په یو ډول نه عملي کېدو له امله تجارانو ته مالي زیانونه اوښتی دي. دوی له حکومت د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د تعرفو د یو ډول عملي کېدو غوښتنه کوي. سودارګر هیله مند دي که په ګمرکاتو کې پر سوداګریزو توکو یو ډول تعرفې تطبیق شي، نو تر ډېره به د فساد مخه هم ونیول شي. «که په ټولو ګمرکونو کې تعرفې یو ډول عملي شي، نو د فساد مخه هم نیول کېږي او سوداګرو ته به ستونزه هم نه وي، مونږ به خپله سوداګري په سمه توګه وکړو.» په همدې حال کې د ننګرهار د ګمرک رییس نصرالله صاحبزاده وایي، د هېواد په نورو ولایتونو کې د تعرفو په یو ډول نه عملي کېدو شکایتونه دوی ته هم رسېدلي دي. هغه ټینګار کوي چې د ننګرهار په ګمرک کې د ټاکل شوې تعرفې له مخې د سوداګریز توکي محصول کېږي. «سوداګر د تعرفو د یو ډول نه عملي کېدو شکایت کوي، خو کله کله د سوداګریزو توکو وزن فرق کوي چې له همدې امله پر محصول زیات راځي.» په ننګرهار کې سوداګر داسې مهال په ګمرګونو کې د تعرفو له یو ډول نه عملي کېدو شکایت کوي چې د هېواد په ګمرکونو کې د فساد اړوند ډېری راپورونه خپرېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement