پوسټ کوډ ۱۶۴۶۰۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ زمری ۱۳۹۹ ۱۰:۰۸

طالبانو د یوناما وروستی راپور رد کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یوناما وروستی راپور د افغانستان امنیتي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ ترتیب او خپور شوی چې په واقعي بڼه د ملکي مرګ‌ژوبلې قضیې نه دې په ګوته شوې.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې اصلي لامل په عامه ځایونو د افغان حکومت بمبارۍ او توپونو غورځول دي.
خبرپاڼه د ذبیح الله مجاهد له قوله لیکي:
«په هیواد کې د ملکي تلفاتو اصلي او عمده عامل د افغانستان استخباراتي ادارو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له خوا په عامه کلیو کورونو او ملکي ځایونو باندې ړندې بمبارۍ او د هوانونو اورول دي »
طالبان دغه خبرپاڼه وروسته تر هغه خپروي چې تېره ورځ ملګري ملتونو راپور خپور کړی و او ویلي یې وو، چې افغانستان د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی هیواد دی او دغه راز یې زیاته کړې وه چې په روان کال کې ملکي وګړو ته ۴۳ سلنه مرګ‌ژوبله د طالبانو په بریدونو کې اوښتې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement