پوسټ کوډ ۱۶۴۳۲۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ زمری ۱۳۹۹ ۱۲:۱۲

سلام مخابراتي شرکت به د طالبانو نظامي هدف وي


طالبانو په دغه تازه اعلامیه کې چې د دې ډلې د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون په نوم خپره شوې پکې راغلي چې د سلام مخابراتي شرکت له کارکوونکو، وسایلو او ګاډو سره به د استخباراتي ارګان سره د تړلو کسانو او اجناسو په څېر چلن کېږي. 
د طالبانو په اعلامیه کې دا نه دي راغلي چې سلام شبکې د دوی له کومو اصولو سرغړونه کړې ده.
وسلوالو طالبانو یوځل بیا ګواښ کړی چې د سلام دولتي مخابراتي شبکې پر کار کوونکو او تاسیساتو باندې به بریدونه وکړي او د دوی نظامي هدف دي
هغوی ویلي د دې شبکې له کارکوونکو او تاسیساتو سره د استخباراتي ادارې د تاسیساتو په څېر چلند کوي او د بریدونو هدف به یې وي.
طالبانو له عامو افغانانو هم غوښتي چې د سلام مخابراتي شبکې سیم کارت دې نه کاروي.
د طالبانو د دې خبر غبرګون د افغانستان د ملي امنیت شورا هم غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې طالبان له هر هغه څه سره دښمني کوي چې هغه په افغانانو پیسي اړه لري

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement