پوسټ کوډ ۱۶۴۲۲۵
نیټه خپرول:
سه شنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۹
۱۷:۴۱
- 0 څرګندونه
- چاپ
د شپږیزې لیګ سیالۍ په سپټمبر میاشت کې پیلېږي

ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر له ۱۳ تر ۲۵مې نېټې ترسره شي.
د امو، بند امیر، بُست، کابل، مس عینک او سپین غر لوبډلې به په دغو سیالیو کې سره ولوبېږي.
په دغو سیالیو کې به د راشد خان او محمد نبي په ګډون د هېواد د کرېکټ ټول ملي لوبغاړي به حضور ولري.
دغه سیالۍ کولای شي چې د کرېکټ د اسیايي او نړیوالو سیالیو لپاره د لوبغاړو په چمتووالي کې مرسته وکړي.
ټاکل وې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا په وړاندې د ټېسټ یوه لوبه ترسره کړي.