پوسټ کوډ ۱۶۴۱۷۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ زمری ۱۳۹۹ ۱۳:۰۲

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۱۲مثبتې پېښې ثبت شوي

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جولای ۲۲ (زمري۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۷۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۲ یې مثبت ثابت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۷۲۷ته ورسېد.
له یادو پېښو څخه ۴۳ په کابل، ۳۲په هرات، ۱ ننګرهار،۳ بادغیس،۷غزني،۵ لغمان،۲۰ غور او یوه هم په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.
د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او غزني ولایت کې د کرونا ویروس له څلور تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۱۹۰ تنو ته پورته شوو.
همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس څخه ۱۶۸تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۳۹۰۷ ته ورسېد.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جولای ۲۲(زمري۱) پورې په نړۍ کله د کرونا ویروس له امله ۶۱۶۷۶۳ تنه مړه شوي او نژدې ۱۵ میلیون نور په اخته شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement