پوسټ کوډ ۱۶۴۰۲۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲ چنګاښ ۱۳۹۹ ۱۲:۱۲

افغانستان کې ۱۷۴ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي

دغه وزارت نن یکشنبه جولای۱۹(چنګاښ۲۹) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۳۳ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوي چې ۱۷۴ یې مثبت ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۴۶۳ تنو ته ورسېد.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له دغو پېښو څخه ۶۶ په کابل، ۲۷ هرات، ۲کندهار، ۳ پکتیا، ۶ تخار، ۲۰ بامیان، ۴ ننګرهار، ۲بغلان، ۲۲بادغیس،۵ کندز، ۷ بدخشان،۳ پروان، ۱ میدان وردګ، ۱ هلمند، ۴ غور او یوه هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده.
د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شپږو ولایتونو کابل، هرات، کندز، بلخ، تخار او کاپیسا کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنه مړه شوي دي.په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۱۸۱ تنو ته پورته شوو.
همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې ۳۶۱ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۳۶۴۱ تنو ته پورته شوو.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن یکشنبې تر غرمې جولای ۱۹(چنګاښ۲۹) پورې په نړۍ کله د کرونا ویروس له امله څه باندې ۶۰۲زره تنه مړه شوي او څه باندې ۱۴ میلیونه نور په اخته شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement