پوسټ کوډ ۱۶۳۹۰۰
نیټه خپرول: شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۹ ۱۳:۴۰

د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تبادلې پر بشپړتیا د مک‌کنزي ټینګار

د امریکا د ملي عامه راډیو په یو راپور کې راغلي چې جنرال مک‌کنزي افغانستان ته له تازه سفر وروسته ویلي، دا چاره باید بشپړه شي، څو بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
نوموړي د تېرې سې شنبې به ورځ کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه لیدنه کې وویل، متحده ایالات د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه‌شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې د طالبانو شااوخوا ۵،۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شي.
په مقابل کې یې طالبانو هم د شااوخوا زر حکومتي اسیرانو د خوشې کولو ژمنه کړې.
خو له دې هوکړې د څه کم پنځه میاشتو له تېرېدو وروسته هم تر اوسه دا بهیر نه‌دی بشپړ شوی. افغان حکومت ویلي، شااوخوا ۶۰۰ هغه طالب بندیان به خوشې نه‌کړي چې جرمي دوسیې لري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement