پوسټ کوډ ۱۶۳۲۶۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹ ۱۱:۲۰

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل؛ د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې


د کرنې وزارت ویلي؛ ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت دمقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.

ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.

کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.

دغه راز په کندهار کې د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د انارو د ساتنې په پار ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې هم جوړیږي.

د کندهار انار په کور د ننه او له هېواده بهر ښه نوم لري او د انارو د ساتنې سړې خونې کولای شي، چې په بازار کې د انارو د بیې په مدیریت او دغه راز د بڼوالو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دغه راز یو شمېر نورې پروژې لکه د مېوو او سبو لمریز دستګاوې وېشل د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پروژه کې شامل دي.

ددغو پروژو د پلي کېدو په لړ کې، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. په همدې توګه ددغو کرنیزو بنسټونو تر جوړېدو وروسته لسګونو کسانوته د تل پاتې دندې زمینه هم برابریږي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement