پوسټ کوډ ۱۶۲۷۲۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۹ چنګاښ ۱۳۹۹ ۱۶:۵۴

بټي کوټ کې د ښاروالۍ له لورې د یو سړک د جوړولو چارې پیل شوې


د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د بټي کوټ ښاروالۍ له لورې د ۲۲۰ زره افغانیو په مالي لګښت د یادې ولسوالۍ د شهید نادر څلور لارې څخه ولسوالۍ پر لور د غځیدلې سړک د جوړولو چارې پیل شوې چې شل متره اوږدوالي او ۱.۷ متره په پلن والي سره به یوه میاشت موده کې ورغورل شي.

د ننګرهار د افغان خبری آژآنس دفتر وايي، په همدې حال کې د هسکې مینې په جودرې سیمه کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د جومات جوړولو چارې په اساسي او معیاري ډول جریان لري چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرچینه زیاتوي؛ یاد جومات د داعشیانو له لورې په ځانمرګي ترهګریز برید کې د لسګونو لمونځ کوونکو سره یو ځای شهید شوی وو.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement