پوسټ کوډ ۱۶۲۶۸۸
نیټه خپرول:
سه شنبه ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۹
۱۱:۲۴
- 0 څرګندونه
- چاپ
۵۶۰۰ تنه، د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي

اورتاق زیاته کړه، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو ۲۷ تنه، د نشه یي توکو له قاچاق وړونکو سره په نښته کې په شهادت رسېدلي او ۷۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دغه راز هغه وویل، چې د عملیاتو په پایله کې د قاچاق وړونکو د نیولو تر څنګ، په ټولیز ډول ۱۲۷۰ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ضبط شوي، د میټ امفیټامین د یوې تولیدي کارخونې په ګډون؛ د نشه یي توکو ۱۰۵ لابراتوارونه تخریب شوي او همدارنګه د دښمن په سیمو کې د نشه یي توکو ۳ زېرمتونونه تر پېژندنې وروسته له منځه وړل شوي دي.