پوسټ کوډ 162471
نیټه خپرول: شنبه 7 چنګاښ 139916:26

داسې حالت چې نه مړه وو، نه ژوندي


دا هیله‌مندي په دې بنیاد راټوکېدلې چې ویل کېږي د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر سر شته اختلافات حل شوي او هېڅ دلیل نه‌لیدل کېږي چې دا خبرې اترې دې نورې وځنډول شي.
د راپورونو پر بنیاد، حکومت او طالبانو د شاوخوا ۲۰۰بندیانو د خلاصون پر سر ستونزه درلوده؛ هغه بندیان چې د حکومت په وینا په تر ټولو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود.
د حکومت استدلال دا و چې د دغو بندیانو پر ځای به نور ۲۰۰تنه خوشې کړي، خو طالبانو دغه ادلون بدلون ته غاړه نه‌اېښوده.
اوس ځینو دولتي سرچنیو منلې چې د بندیانو تبادلې مسئله تر لویه بریده حل شوې او حکومت به د خطرناکو طالب بندیانو پر ځای نور طالبان خوشې کړي.
په دې منځ کې دا خبره هم شوې ده چې د سولې بین‌الافغاني مذاکرات به؛ هغه خبرې اترې چې ډېری افغانان یې د روانې جګړې د پای رسولو پیلامه بولي، د جولای میاشتې په نیمايي کې پیل شي.
افغان خبري اژانس د طالبانو د یوې معتبرې سرچینې په حواله ویلي چې طالبانو د خپلو متبادلو بندیانو له خلاصون سره هوکړه کړې، خو د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بیا د ډلې له قوله څه نه‌دي ویل شوي چې ایا د جولای په نیمه کې به پیل شي او که نه؟ خو پخوا طالبانو ویلي وو، همدا چې د دوی ۵زره بندیان راخوشې شي، په یوه اوونۍ کې دننه به د دوی مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو شي.
پرون ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې ډېر ژر به بین‌الافغاني خبرې اترې راپیل شي.
 د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې چې امریکا او طالبانو په خپلو کې د سولې تړون وکړ، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په اړه به دا تر ټولو ښه زیری او خبر وي چې اورېدل کېږي، خو په دې شرط چې دواړه خواوې نوې پلمې رامخته نه‌ک

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement