پوسټ کوډ ۱۶۲۳۷۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۹ ۱۸:۰۳

د افغانستان بانک څلور لوړپوړي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي سو

د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،   په بیان کې د دغو څلورو تورنو کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي خو ویل شوي چې د بانک د کورني تفتیش څانګې د دوی دوسیې څیړلي او راپور یې عمومي رئیس ته استولی چې په نتیجه کې یې د بانک عالي شورا لویې څارنوالۍ ته د هغوی د معرفي کولو پریکړه کړې ده.
د افغانستان بانک ویلي چې د دغو لوړپوړو چارواکو سربېره د بانک یو شمیر نورو کارکوونکو ته هم چې په دې دوسیو کې ښکیل وو تادیبي سزاګانې ورکول کېږي.
په عین حال کې د افغانستان بانک یو مرستیال محمدقسیم رحیمي ویلي چې د دغه بانک د قانون په خلاف د هغه د ګوښه کېدو په تړاو تصمیم نیول شوی دی.
ښاغلي رحیمي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "نن سهار کله چې د خپل د کار دفتر په لور روان وم خبر شوم چې د وسله‌والو کسانو له خوا زما دفتر کلابند شوی دی او ویل شوي دي چې ماته اجازه رانکړي چې خپل دفتر ته دننه شم".
د افغانستان بانک دغه چارواکي ادعا کړې ده چې د بانک سرپرست هغه ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې "له لانجې پرته" استعفی وکړي.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement