پوسټ کوډ 162359
نیټه خپرول: جمعه 6 چنګاښ 139911:55

افغانستان په تېر میلادي کال کې ۶۴۰۰ ټنه نشه یي توکي تولید کړي

د دې ادارې په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو په ورته موده کې ۶۴۰۰ ټنه نشه یي توکي تولید شوي دي.
د افغان خبری آژانس زیاتوی چی  تېر میلادي کال په ۲۵۳ زره جریب ځمکه کوکنار کرل شوي وو او د وړم کال په پرتله ۲۸ سلنه کموالی څرګندوي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر کوکنار په ۲۰۱۷ م کال کرل شوي وو. که څه هم د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د حکومت مبارزه ګړندۍ شوې، خو اوس هم افغانستان د نړۍ ۸۴ سلنه نشه‌يي توکي تولیدوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement