پوسټ کوډ 161893
نیټه خپرول: پنج شنبه 29 غبرګولی 139911:37
- 0 څرګندونه
- چاپ

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د غبرګولي په ۲۹مه نېټه) یې خپرې کړې دي، ښیې چې د هېواد کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۵۴۶ ته ورسید.
تېره شپه ورځ کې ۱۷ کسان کابل، ۱۹ هرات، ۱ بلخ، ۲ سمنګانو، او درې هم فاریاب ولایت کې مړه شوي دي.
همداراز د مثبتو پېښو شمېر هم ۲۷ زره او ۵۳۲ ته رسېدلی دی چې له ډلې یې ۱۹زره او ۳۲۶ یې فعالې دي.
تازه پېښې په پنځلسو ولایتونو کې ثبت شوې چې کابل بیا هم د نوملړ په سر کې دی او په کې ۴۱۵ پېښې ثبت شوي او بامیانو کې بیا ۶۲ دي.
ترڅنګ یې کندهار کې ۲۷، بلخ ۶، تخار۴۰، لوګر ۲۱، بغلان ۱۷، غزني ۲، پروان ۷، کندز ۲۲، پنجشېر ۱۴، فاریاب ۴، غور ۵، زابل ۶ او دایکندي کې هم ۱۰ پېښې ثبت شوې دي.
تازه ثبت شوې پېښې د ۱۳۰۱ کتل شویو نښو پایله ده.