پوسټ کوډ 161763
نیټه خپرول: چهارشنبه 28 غبرګولی 139910:54

کرنې وزارت: د بست تصدۍ د پنبې د تولید او پروسس فابریکه بېرته فعالېږي

افغان حکومت وايي د بست د پنبې د تولید او پروسس فابریکه به بېرته فعاله کړي.
د هېواد د کرنۍ، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وایي حکومت ددغه فابریکې د بیا فعالولو او اصلاحاتو راوستلو په برخه کې بودیجه ورته منظوره کړې ده او ډېر ژر به یې چارې پيل سي.
یاد وزارت ویلي سږ کال د هلمند پر نږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکه د پنبې کرکېله سوې چې لږ تر لږه ۶۵۰ زره مټریک ټنه مالوچ به تولید کړي.
هلمند کې د بست تصدۍ فابریکه په کورنیو جګړو کې له فعالیت پاتې او تر یوه حده ویجاړه سوې وه.
دغې تصدۍ د ۳۰ زره ټنو پنبې د پروسس وړتیا درلوده. د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغې فابریکې کې د پنبه دانې د پروسس وروسته، د مالوچو په شمول غوړي، صابون او کونجاړه تولیدوله.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement