پوسټ کوډ ۱۶۱۷۰۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۹ ۰۹:۵۰

خوست کې د یوې کورنۍ څو غړي په مرموز ډول وژل شوي

د خوست امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدي رسینو ته ویلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

ښاغلي عادل ویلي، چې پېښه کې درې ماشومان ټپیان شوي هم دي، او په وینا یې د پېښې د څرنګوالي په هکله یې پلټنې پیل کړي دي.

د شوې پېښې مسؤلیت کوم کس یا ډلې نه دی منلی.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement